امریکا ته د کډوالۍ نوی بهیر — P2

د اګست پر ۲ نیټې د متحدو ایالتونو د باندنیو چارو وزارت، امریکا ته د افغانانو د کډوالۍ یو نوی پروګرام اعلان کړ. دغه پروګرام به امریکا ته د هغو افغانانو مهاجرت تسهیل کړي چې د اس آی وي د پروګرام لاندې نه راځي، خو له امریکايي رسنیو یا ناحکومتي سازمانونو او مؤسساتو سره یې کار کړی وي.
د بیلګې په توګه، که تاسو له امریکاغږ، آزادۍ راډیو، نیویارک ټایمز یا نورو رسنیو سره کار کړی وي، یا مو له یو اس ای آی دي، کیمونیکس،…