انګریز جراح، ملاعمر او د یوې ښځې عملیات

انګریز جراح دیوید نات په افغانستان، سوریې او نورو جګړه ځپلو هیوادونو کې د خپل بشري کارونو په هکله یو کتاب لیکلی چې پدې وروستیو کې په متحدو ایالتونو کې خپور شو. «د جګړې ډاکټر» کتاب کې ښاغلي نات د خپلو سترګو لیدلي ډیرې دردناکه او بوږنونکې کیسې بیان کړي. یو ځلي یې په سوریه کې د جراحۍ په مهال د یوې ښځې له ورانه څخه یو چاودیدونکی توکی راوایست، بل ځلي یې چې د یوه سخت ټپي شوي کس عملیات کاوه د هماغه سړي له جیبه یو بم راولید خو له ښه مرغه چې د عملیات په خونه کې چاودنه ونشوه.
که څه هم چې دیوید نات شاوخوا درې لسیزې په بیلابیلو ځپل شوو مسلمانو هیوادونو کې بشري او روغتیايي چارې ترسره کړي، خو د بریتانیې ملکي ورته د «بریتانیا د امپراطورۍ د مامور» لقب ورکړی دی. کومه امپراطوري او کوم ماموریت؟ ملکه الیزابت او انګریزان ښايي ځواب یې ولري.
زما لپاره د دیوید نات په خاطراتو کې یوه پیښه په زړه پورې وه او دلته به یې له تاسو سره شریکه کړم.
ښاغلی نات وايي په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په مهال یو ځلي یوه ځوانه ښځه روغتون ته د بیړنۍ درمنلې لپاره راوستل شوه. دغه میرمن له زیږون وروسته له درنې خونریزۍ کړیدله او لدې کبله چې وضعیت یې ډیر نازک و، انګریز جراح، نات، یې باید د جراحي عملیات ترسره کړي وای. خو د عملیات په وړاندې یو ستر خنډ رامنځته شو.
نات وايي په روغتون کې یوه طالب چارواکي ده ته اجازه ورنکړه چې د دې میرمنې عملیات وکړي. د دغه طالب چارواکي له انده، یو نامحرم نامسلمان نارینه ته اجازه نه وه چې د یوې مسلمانې ښځې د بدن د حساسو برخو جراحي وکړي.
نات لیکلي چې ستونزه یې په روغتون کې یوې نارویژۍ ډاکټرې، انګرد، ته وویل او هغه ډیره په غوسه شول او بیا دوي دواړه د سره صلیب په موټر کې کیناستل او کندهار ته ولاړل او مخامخ د طالبانو د مشر ملاعمر دفتر ته ورغلل. د نات په خبره چې انګرد دومره ناهیلې او خواشینې وه چې ملاعمر یې په لیدلو ټکان وخوړ. دی وايي زه د انګرد شاته ولاړ وم چې هغې ملاعمر ته وویل «موږ ستاسو له خلکو سره مرسته کوو خو تاسې مو نه پریږدئ! تاسو ولې داسې کوئ؟» د نات په خبره چې ملاعمر هک پک و چې څه خبره شوې ده او وروسته چې یې په موضوع پوره سر خلاص شو، نو امر یې وکړ چې انګریز جراح دې د ناروغې ښځې جراحي وکړي.
نات عملیات ترسره کړل او د ښځې ژوند وژغورل شو.
زه د دغه انګریز جراح او «د بریتانیا د امپراطورۍ د مامور» د بیان د کره توب تایید یا رد نشم کولی.
ما د طالبانو د واکمنۍ په مهال په افغانستان کې ژوند کاوه او په کندهار کې مې د ملاعمر دفتر هم لیدلی و. د ملاعمر د تورو لنډکروز موټرو کاروان نمبرپلیټونو باندې «لاتوقف» لیکل شوي و او دفتر ته یې عام خلک نشوای ورتلای. لدې سربیره، د شته معلوماتو له مخې، ملاعمر شخصاً له نامسلمانو نارینه ديپلماتانو او بهرنیو چارواکو سره لا نه لیدل، نو یوې نارویژۍ ښځې ته څنګه شونې وه چې مخامخ د ملاعمر دفتر ته ورننوځي؟
د نات د ژوند او کار یو بل په زړه پوری اړخ دا دی چې اوسمهال د لندن په دوو روغتونونو کې د کروناوایروس د وبا د درملنې په سترو چارو بوخت دی. دی وايي چې له افغانستان، سوریې او نورو جګړه ځپلو هیوادونو نه یې ډیر څه زده کړي چې اوس دننه په بریتانیا کې، د یوه ملي ناورین په مهال، ورته ډیر ارزښت ورکول کیږي. په یوې وروستۍ مرکې کې، نات وویل چې د سیزرین په څیر بیلابیل جراحي عملیاتونه یې په عملي توګه په سوریې او افغانستان کې زده کړل. دی وايي هغه مهال ځوان و او ډیره تجربه یې نلرله، خو په خوارو هیوادونو کې د داسې مهمو عملیاتونو د ترسره کولو فرصتونه ورته برابریدل چې اټکل یې هم نشو کولای.
پخوا یو چا راته ویلي و چې افغانستان د بیلابیلو سیاسي اندونو او تجربو لابراتوار دی — یوه ورځ یې خلک د سوسیالیزم ډول ته بله ورځ یې ديني اورپکتوب او بله ورځ بیا د لیبرال دموکراسۍ سندرو ته ناڅي. په افغانستان او نورو خوارو هیوادونو کې د دیوید نات د بشري خدماتو ته په ډیر درناوي، ښايي دا هم د پاو وړ وي چې هم نات له شخصي او مسلکي اړخه له خوار افغانستان نه ډیر څه ترلاسه کړي او هم بریتانیا د ده له تجربو نه اوس ډیره ګټه اخلي.