د پاني پت فلم به افغانانو کې د ملي ارزښتونو پالل وهڅوي؟

Akmal Dawi
3 min readNov 5, 2019

--

د ۲۰۱۷ کال په لمړیو کې مې د انګریز تاریخ لیکوني ویلیام دارلمپل کتاب «د شاه راستنیدل» ولوست. که څه هم کتاب کې د انګریز لښکرو سره د شاه شجاع د خونړي بیاراتګ، د دوست محمدخان د تیښتې او د انګریزانو د نورو توطئو او چلوټو په هکله ډیر په زړه پوري مطالب لیکل شوي، خو پر ما ډیر د هغو پیښو بیان ژوره اغیزه وکړه چې محمداکبرخان پکښې ونډه لرله.

لیکوال د خورا کره سرچینو په روایت، د اکبرخان د شخصیت، اند، کړنو او نورو ځانګړتیاو په هکله لیکلي دي او لوستونکی د زړه له کومې د دې ځوان مبارز درناوي ته اړ باسي. دارلمپل د انګلستان د سطنتي آرشیف د نورو اسنادو سربیره د هغو انګریزانو یاداښتونه هم پخپل کتاب کې ځاې کړي چې په ۱۸۳۴- ۱۸۴۲ کلونو کې یې له افغانستان څخه خپلو کورنیو او یا چارواکو ته په لندن کې لیږلي و.

ښايي د نورو افغانانو په څیر،‌ ما هم اکبرخان یوازې همدومره پیژنده چې «وزیر اکبرخان» د افغانانو او انګریزانو په لمړۍ جګړه کې جنګیدلی و. د دارلمپل د کتاب تر لوستلو وروسته پدې اندیښمن سوم چې موږ، افغانان، څومره د خپل تاریخ، ملي شخیصتونو او ارزښتونو په تړاو بې غوره یو. ملي شخصیتونه د ولسونو د معنوي شتمنیو سترې برخې جوړوي او د ملي هویت په انګیرلو او بیانولو کې یې ونډه اصلاً له پامه نشي غورځیدلای.

یوازې به دا کافي نه وي چي ووایو «افغانان پنځه زره کلن تاریخ لري»، مخصوصاً چې بیا د همدې تاریخ او د تاریخ د جوړونکو څیرو په اړه ونه پوهیږو.

په بډایو او پرمخ تللو ولسونو او هیوادونو کې ملي شخصیتونه، په ځانګړي توګه د دوي اندونه او فکري میراثونه، له فرهنګي چارو نیولې بیا تر سیاسي او آن ټولنیزو چارو کې ژوندي ګڼل کیږي. ملي شخصیتونه د هغو ډیوو په څیر وي چې د هغو په فکري رڼاوو کې نوي‌ نسلونه خپل ملي هویت،‌ ملي ارزښتونه او ملي ګټې تعریفوي او پالي يي.

اوسمهال آن افغانستان کې دننه د ملي هویت او ملي ارزښتونو په هکله پوښتنې کیږي او پر سطحي روایتونو باندې کلکې نیوکې کیږي. په بریښنايي تذکرو کې د ملي‌ هویت یادونې ته د ځینو پیژندل شوو سیاستوالو او قومي مشرانو غبرګونونه د دې لړۍ ښه بیلګه وه.

د دې لپاره چې د اکبرخان د حماسو او قربانیو په اړه مې د خپلې ناپوهۍ یو ډول جبران کړی وي، او هم پدې نیت چې زما په څیر زما اولادونه پدا ډول ناپوهۍ کې پاتي‌ نشي، ما د اکبرخان د اتلولۍ او شخصیت د ځینو ابعادو په اړه یو کوچنی ناول کتاب ولیکه چې اوسمهال د اکسوس د نشراتي شرکت لخوا تر چاپ لاندې دی. د رښتینو پیښو په استناد پدې ناول کې د افغانانو او انګریزانو د لمړۍ جګړې په مهال د اکبرخان د کرکټر او ځینو نورو بوختیاو حال بیان شوی دی.

نن-سبا چې د پاني پت د تاریخې حماسې په هکله د بالیوود د یوه فلم خپریدلو ته د افغانانو غبرګونونه وینم، دا پوښتنه مې فکر ته راځي چې موږ په ریښتیا د پاني‌ پت د حماسې په اړه او د معاصر افغانستان د بنسټ ایښودونکي او د سیمې د یوه امپراطور په هکله څومره کره معلومات لرو؟ څومره افغانان به د دې فلم د لیدلو لپاره خپلې ګټلې حلالې روپۍ وکاروي، خو د احمدشاه دراني او د پاني‌ پت په اړه به یوه پاڼه هم ونه لولي؟ د احمدشاه دراني په اړه د هندواڼو روایت ښايي په پاني پت فلم کې وموندل شي، خو پدې اړه د افغانانو روایت، د یوه فرهنګي او هنري محصول په توګه، کوم دی؟

که څه هم دا ویره شته چې د هند بډایه او مشهوره فلمي صنعت به د افغانستان او د سیمې د تاریخ په اړه عام پوهاوی ناسم او کوږ کړي، خو ښايي دا هیله هم وي چې له یوې منفي پیښې څخه مثبتې پایلې رامنځته شي او هغه داسې چې افغانان د خپل تاریخ، ملي شخصیتونو او ارزښتونو پاللو ته وپاروي. په همدې هیله!

--

--