یوه ورځ امریکا ته د راغلو افغان کډوالو په چوپړ کې

د متحدو ایالتونو د حکومت د وروستیو شمیرو په حواله له تیرې یوې میاشتې راهیسې، څه باندې پنځوس زره افغانان، د کډوالۍ او لیږد د ځانګړې لړۍ له لارې، امریکا ته لیږدول شوي دي. د متحدو ایالتونو د حکومتي چارواکو په وینا دوي هڅې کړي چې امریکايان، ویزه لرونکي افغانان، د کډوالۍ د ځانګړې پروګرام متقاضیان (اس آی وي) او هغه پیژندل شوي افغانان چې ویره لري چې طالبان به یې ووژني د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر له لارې،…