یوه ورځ د کرکې په ځاله کې ایسار

سملاسي له هغه وروسته چې ولسمشر اشرف غني افغان ځواکونو ته د طالبانو په ضد د تعرض امر ورکړ او ما پر ټویټر ولیکل چې وینه په وینو نه پریولل کیږي، د حکومت د تبلیغاتو کړۍ د کرکې توپخانه زما لور ته کړله او هر هغه خیرن ټکي چې په ناروغو مغزونو کې جوړیدای سي، ما ته یې ډالۍ کړل.
پدغسې ورځ چې د هر سالم انسان زړه په کابل، ننګرهار او بلخ کې د خونړیو پیښو له کبله خوږیدی، تر هر څه ډیر د مینې، مهربانۍ، او خواخوږۍ نشتون زورونکی و. د کرکې او بې رحمۍ پایلې د ټولو مخې ته بربنډې وې — په وینو لمبیدلي کمکیان او میندې.
پدې ماتم کې یو بل زورونکې اړخ دا و چې ځینو ټویټروالو لاهم د کرکې خپرولو لپاره خپلې ګوتې او مغزونه کارول. د چا د چا خبره نه خوښیدله، چا د چا خبره په خپله خوښه «مانا» کوله، او چا بیا د چا خبره د بل چا په ضد ګڼله نو ځکه خو یې کرکه او غوسه خپروله. چا د مینې، مهربانۍ او ورور/خور-ولۍ لپاره هیڅ نښه او سبب نه لیده.
په فارسي کې متل دی چې «قار غریب، مرګ غریب.» کرکه او غوسه به بې وزله، زخمي، او رنځمن افغان ولس ته څه ورکړي؟
افغانان ۴۰ کاله د بې مفهومه جګړو په لمبو کې سوځل شوي. ۱۹ کاله کیږي چې د طالبانو سره په جنګ کې پر کلیو او کورونو اور بل دی. آن د نړۍ تر ټولو ځواکمن ځواک اعتراف کړی چې افغانستان کې جګړه هیڅ ګټونکی نلري. د افغانستان په جګړه کې ټول بایلونکي دي — حکومت وي که طالبان — خو ولس پکښې کړیږي. تیرکال یوه حکومتي نازولي وویل چې په دریو میاشتو کې به د طالبانو ملا ماته کړي، خو نه حکومت د طالبانو ملا ماته کړه نه طالبانو د حکومت ملا — دواړو د ولس ملا لا له وړاندې ماته کړې ده.
د کرکې خپرونکو یو چال د حقایقو تحریفول دی. دوي پر ما تور لګولی چې ګواکي یوازې له طالبانو سره خواخوږي کوم. دلته به یې په څرګندو ټکو ولیکم: که حکومتي جنګیالي طالب جنګیالي وژني، یا طالبان حکومتي جنګیالي وژني، زه دواړه سولې ته هڅوم خو یوه غاړه هم نه غندم. که جنګیالي عام خلک وژني، زه یې غندم او ناروا یې بولم. زه د وژل شوي طالب له کونډې او یتیمانو سره هغومره خواخوږي کوم چې د يوه حکومتي سرتیري له کونډې او یتیمانو سره یې لرم.
پدې ناروا جګړه کې چې زرګونه عام خلک پکښې وژل کیږي، د جګړه مارو ډلو تر منځ ستر واټن دی. دا واټن کې میلیونونه ولسي خلک دي. زه له همدغه واټن سره په وجدان، عاطفې او ارزښتونو کې تړلی یم. زه په جګړه کې اتل نلرم، زما اتلان د جګړې ولسي قربانیان دي.
ښايي ځیني د سولې نارو ته خیالي خبرې یا آرماني تصورات ووايي. خو آن د سولې خوږ تصور هم ګناه نده او باید ونمانځل شي. ډير خیالونه او ارمانونه شته چې پوره شوي دي. څنګه یوه بې سواده عرب، نړۍ په اسلام منوره کړه؟ څنګه یوه ډنګر هندو، برتانوي استعمار د هند په نیمه قاره کې په ګونډو کړ؟ څنګه یو یتیم تورپوستی، د امریکا جمهور رئیس شو؟
افغانانو سوله په عمل کې وژلې ده. سوله باید له خبرو او تصوراتو محوه نشي. موږ د جنګ د نمانځې لپاره ډیر څه کړي، د سولې او زغم ادبیاتو ته سخته اړتیا لرو.
انصاف به نه وي چې په کاناډا کې کډوال شاعر مو په افغانستان کې د جګړې د لمبو د پراخولو لپاره شعرونه ولیکي. سخته اړتیا ده چې په زړه، فکر او ژبه مو سوله راولو — عمل به ورپسې وي. سوله شونې ده.