که جوماتونه ښوونځي سي

Akmal Dawi
2 min readDec 8, 2020

که جومات نوي او هر سړی لمونځ پر خپل کور وکړي. که د مُلایانو پر ځای ښوونکي وګمارل سي. که له جوماتونو ښوونځي جوړ سي او د غټانو د اودسونو او لمونځونو پر ځای، کوچنیان پکښې پوهه او لوبې زده کړي. څه به وسي؟

که مو ناروغانو ته د تعویذونو او دُعاو پر ځای، ډاکټران او درملتونونه وړاندې کړل. که مو بې وزلۍ او ورانۍ کې د ناهیلۍ او خپګان پر ځای، انجینران او کارپوهانو ته مخه کړه. که مو د نارینه‌و په شوراګانو کې ښځې هم کښېنولې. څه به وسي؟

څه به وسي که یو بل کې مُرتد او فاسق ونه وینو، یوازی د ځان په څیر انسان انسان وګڼو؟ څه به وسي چې د ویرې پر ځای له خدایه سره یوازې مینه وکړو؟ که…

--

--